د (ن)لیګ او استحکام پاکستان ګوند تر منځ د څوکیو د سمون لپاره کمېټه جوړه شوې ده

0
65

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د (ن)لیګ او استحکام پاکستان ګوند تر منځ د څوکیو د سمون لپاره کمېټه جوړه شوې ده.

د زرائعو ترمخه د (ن) ليګ لخوا راناثنا الله، اياز صادق او سعد رفيق به په کميټۍ کښې شامل وي او د آئي پي پي له اړخه عون چوهدري، اسحاق خاکواني او نعمان لنګريال به د کميټۍ برخه وي۔

سرچينې وائي چې جهانګير ترين يا دهغه زوى علي ترين به د لودران څخه د ايم اين اي ايکشن سره مقابله کوي او د آئي پي پي عليم خان او عون چوهدري به د لاهور نه د ايم اين اي ايکشن سره مقابله کوي.
سرچينې زياته کړې چې اسحاق خاکواني به له واهاري او نعمان لنګريال له ساهيوال څخه سيالي کوي، په داسې حال کې چې د دواړو ګوندونو له خوا به يو پياوړى کانديد په دې حوزه کې راوستل کېږي چې د دې لپاره به بې طرفه سروې هم وشي.

سرچينې وائي چې (ن) ليگ به په راتلونکو دوه دريوؤ ورځو کې د څوکيو په اړه غونډه کوي اؤ دواړه گوندونه به په رسمي توگه دخپلو کانديدانو نومونه اعلانوي.

Leave a reply