دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کښي د پاکستان سيکورټي فورسز کارروائي کړې او پنځه ترهګر ی وژلي دي

0
131

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کښي د پاکستان سيکورټي فورسز کارروائي کړې او پنځه ترهګر ی وژلي دي۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ټانک په ملازۍ سیمه کې عملیات کړي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي دغه عمليات د دسمبر په اوومه او اتمه نيټه د ترهګرو د موجودګي په اطلاع باندي ترسره شوي وو او د ډزو په تبادله کښې 5 ترهګر وژل شوي وو۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د عملياتو په مهال د وسله والو نه د بارودي مواد او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

د آئي اېس پي آر ترمخه وژل شوي ترهه ګرو د بې ګناه ولسي وګړو په هدفي وژنو نه علاوه د قانون نافذونکو ادارو په ضد په ګڼ شمير ترهګريزو کارروائيو کښې لاس درلود.

آئي ايس پي آر دا هم وئيلي دي چي سيمه کښې د نورو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره د پاکساني عمليات روان دي او د پاکستان سکيورټي فورسز د ملک نه د ترهه ګرئ ختمولو ته ژمن دي۔

Leave a reply