د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د یهودي میشت ځایونو په ضد د فلسطینیانو په حق کې پنځه پریکړه لیکونه تصویب کړل

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د یهودي میشت ځایونو په ضد د فلسطینیانو په حق کې پنځه پریکړه لیکونه تصویب کړل چې په کې مهاجرینو ته مرستې، د مرستې عملیات او د شتمنیو ساتنه شامله ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ۱۶۸ هېوادونو له فلسطيني کډوالو سره د مرستې په حق کې د منظور شوي پرېکړه ليک په حق کې رايه ورکړه، په داسې حال کې چې د امريکا په ګډون ۱۰ هېوادونه د رايې ورکولو له بهير څخه غير حاضر وو.

په فلسطین کې د امدادي عملیاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امدادي ادارې پریکړه لیک په ۱۶۵ رایو سره تصویب شو، په داسې حال کې چې د فلسطیني کډوالو د شتمنیو د ساتنې په اړه پریکړه لیک د ۱۶۳ هیوادونو له خوا تائید شو.
د فلسطین په خاوره کې د یهودي میشت ځایونو د جوړولو پر ضد پریکړه لیک په ۱۴۹ رایو سره تصویب شو، په داسې حال کې چې د فلسطینیانو د حقونو پر ضد د اسرائیلو د اقداماتو د څیړلو پریکړه لیک ۸۶ رایو ترلاسه کړ.

د فلسطین د حقوقو خلاف د اسراییلو د اقداماتو د څیړلو په اړه د پریکړه لیک لپاره د رایې اچونې په بهیر کې ۷۵ هیوادونه غیر حاضر وو او ۱۲ هیوادونو د پریکړه لیک خلاف رایه ورکړه.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د ۹۹ مادې له مخې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载