د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې غيرقانوني بهرنيان دپاکستان په سلامتۍ اؤ معيشت سخت اغيز کوي

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې غيرقانوني بهرنيان دپاکستان په سلامتۍ اؤ معيشت سخت اغيز کوي اؤ دغه شان غيرقانوني بهرنيان په باعزته توګه بيرته خپلو هيوادونو ته ليږل کيږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د پېښور دوره کړې چې پکې کور کمانډر پېښور د هغه هرکلی کړی دی.

د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د ترهه ګرۍ په ضد مختلفو عملياتو کښې د زړورتيا ښودلو افسرانو او سپاهيانو سره هم وليدل او د هغوي د بې مثاله کارکردګۍ ستائنه يې وکړه او د اپريشن، وطن واپسي پشمول نوي ضم شوي ضلعو کښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ په اړه بريفنګ هم ورکړے شو .

آئي اېس پي آر له مخې آرمي چيف په خېبرپښتونخوا کښې په اول ځل جوړ شوي قامي ورکشاپ ګډون والو ته په خپله وينا کښې اوويل چې قوم د وسله والو ځواکونو په کارکردګۍ وياړي، د پاکستان پوځ به خپل فرض ادا کولو ته دوام ورکوي. د وينې تر وروستي څاڅکي پورې د وطن ساتنه.

نوي ضم شوي ضلعو کښې د اقتصادي پرمختګ اهميت په ګوته کولو سره آرمي چيف اوويل چې کاميابۍ د پاکستان تقدير دے، د دښمن قوتونو ناپاکې ارادې د جامعې تګلارې په ذريعه ناکامه کولې شي. جنرال عاصم منیر وویل حکومت د غیرقانوني بهرنیانو د بیرته ستنیدو پریکړه د پاکستان په مفاد کې کړې ده، غیرقانوني بهرنیان د پاکستان امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载