پاکستان د 1967 نه وړاندې په پولو باندې د فلسطيني رياست د جوړولو ملاتړ کوي چې قدس شريف يې پلازمينه وي: پاکستان

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ يو ځل بيا واضحه کړه چې د فلسطين د مسئلې حل په دوو رياستونو مشتمل دے او پاکستان د 1967 نه وړاندې په پولو باندې د فلسطيني رياست د جوړولو ملاتړ کوي چې قدس شريف يې پلازمينه وي. .
خبريالانو ته د اوونيزې بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وويل چې په غزه کې حالات په چټکۍ سره خرابيږي، په غزه کې هيڅ ځای د خلکو لپاره خوندي نه دی، پاکستان په غزه د اسرائيلي جارحيت په کلکه غندنه کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا په غزه کې اوسیدونکو ته جدي ګواښونه شته، موږ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره غږ کوو چې دغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي، د اسرایلو له ملاتړو هم غوښتنه کوو چې اسرایل دې ته قانع کړي چې د جګړې مخه ونیسي. تاوتریخوالی ودروی او سوله رامنځته کړی.
ممتاز زهرا بلوچ وویل مونږ د ۱۹۶۷ کال نه مخکې د قدس شریف د پلازمینې په توګه د فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ کوو او د فلسطین د مسئلې حل په دوو دولتونو مشتمل دی.
پاکستان هيڅکله په مقبوضه کشمير د هند قبضه نه ده تسلیم کړې: ممتاز زهرا بلوچ
د كشمير مسئلې په اړه د خارجه دفتر وياند ووئيل جمو او كشمير په نړيواله كچه پېژندل شوې متنازعه سيمه ده، پاكستان هېڅكله هم مقبوضه كشمير د هند قبضه نه ده پېژندلې۔
هغه وویل چې هند د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ مه د یو اړخیزو او غیرقانوني اقداماتو په واسطه د کشمیر د جوړښت د بدلولو هڅه وکړه. دا اقدامات د بشردوستانه قوانینو او د جنیوا د کنوانسیونونو څخه په عامه توګه سرغړونه ده او ملاتړ ته به دوام ورکړي.





