د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل رسمي سفر سعودي عربستان ته رسېدلی
باغی ټي وي رپورټ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل رسمي سفر سعودي عربستان ته رسېدلی او هلته یې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
په ریاض کې د دواړو مشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال د سعودي ولیعهد په منځني ختیځ کې د شخړو په هواري کې د دواړو هېوادونو، روسیې او سعودي عربستان د ګډ رول ستاینه وکړه.
دعربي ميډيا له مخې دسعودي وليعهد وويل سعودي عرب اؤ روس په گډه د روس، سعودي عرب، منځني ختيځ اؤ ټولې نړۍ لپاره په گټورو پروژو کار کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پاچا سلمان څخه د روسیې او سعودي عربستان د اړیکو د پراختیا له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د روسیې او سعودي عربستان د دوستانه اړیکو کچه بې سارې ده او هیڅ شی زموږ د اړیکو د لا پراختیا مخه نه شي نیولی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د اوپیک پر همکاریو خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د همکاریو پر دوام موافقه وکړه.
تر دې مخکې متحده عربي اماراتو ته د روسیې د ولسمشر د سفر پر مهال د اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهان سره په کتنه کې د غزې پر وضعیت سربېره د انرژۍ، زیربناوو او ټکنالوژۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
پوتین الوتکه د روسیې جنګي الوتکو حصار کښې له روسیې څخه ابوظبي ته الوتنه وکړه.
ابوظبۍ ته په رسیدو سره اماراتي الوتکو د روسیې د بیرغ په اسمان کې د رنګونو په ویشلو سره د روسیې د ولسمشر هرکلی وکړ.