د اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه ريفرنس د فيصلې په ضد د پاکستان تحريک انصاف د باني چيئرمېن د اپيل واپس اخستلو درخواست مسترد کړے دے۔

Imran Khan at home at Zaman Park . Lahore Pakistan
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه ريفرنس د فيصلې په ضد د پاکستان تحريک انصاف د باني چيئرمېن د اپيل واپس اخستلو درخواست مسترد کړے دے۔
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د درخواست مسترد کولو فيصله کړې ده۔
ياده دې وي چې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د ټاکنو کمېشن د پي ټي ايي د بنسټګر عمران خان د اسمبلۍ غړيتوب د نااهله کولو پرېکړه اعلان کړې وه.
د پي ټي آئي باني چيئرمېن په 28 اکتوبر 2022 د دې پرېکړې خلاف هائي کورټ ته رجوع کړې وه.عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د مقدمې د التواء په وجه د اپيل واپس اخستلو درخواست دائر کړے دے۔
د پي ټي آئي باني چيئرمېن په 18م جنورۍ 2023م د اپيل واپس اخستلو لپاره درخواست جمع کړے وو خو د اړخونو دلائل اوريدو نه پس عدالت په 13م ستمبر 2023م فيصله محفوظ کړې وه کوم چې نن ورکړے شو۔






