د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو اعلان وکړ چې د غزې تر جګړې وروسته به د امنیت چارې پر غاړه واخلي

باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو اعلان وکړ چې د غزې تر جګړې وروسته به د امنیت چارې پر غاړه واخلي.
د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي چې له حماس سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د اسرائیلو پوځ د غزې د امنیت کنټرول ته دوام ورکړي.
نتانیاهو بهرنیو ځواکونو ته د مسوولیت سپارل رد کړل او ویې ویل چې له جګړې وروسته به د غزې کنټرول نړیوالو ځواکونو ته نه سپاري، او ویې ویل چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته باید دا یو “بې پوځه هېواد” وي.
نتانیاهو زیاته کړه چې د غزې د بې وسلې کولو لپاره یوازې یو پوځ لیدلی شي او هغه د اسرائیلو پوځ دی.بایډن پر حماس تور پورې کړ چې پر اسرائیلي ښځو جنسي تېری کوي
د بله پلوه د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ژوندي پاتې شوو کسانو ته په اشارې سره وویل چې حماس د اکټوبر په اوومه د اسراییلو په سویل کې د برید په ترڅ کې څو ځلې پر ښځو جنسي تیری کړی او د هغوی جسدونه یې ټوټې ټوټې کړي دي.
بایډن تور ولګاوه چې په تیرو څو کلونو کې تر ټولو ناوړه ظلمونه شوي چې په هغو کې د حماس د ترهګرو له خوا پر ښځو جنسي تیری، د هغوی د جسدونو ژوندی ټوټې کول، د هغوی د جسدونو بې حرمتي او د ډیرو ښځو او نجونو د درد او کړاو سبب شوي او بیا وژل دي. دوی، دا وحشتناک دی.






