د څار ادارې چارواکو د دوی د تکراري ادعا ملاتړ کولو لپاره د هرډول معلوماتو له څرګندولو ډډه کړې چې په پاکستان کې په روان کال کې په 24 ځانمرګو بریدونو کې 14 افغانان شامل دي

0
205

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د څار ادارې چارواکو د دوی د تکراري ادعا ملاتړ کولو لپاره د هرډول معلوماتو له څرګندولو ډډه کړې چې په پاکستان کې په روان کال کې په 24 ځانمرګو بریدونو کې 14 افغانان شامل دي.

د اکتوبر په درېیمه د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي په یوه ټلویزیوني خبري غونډه کې څرګنده کړه چې په پاکستان کې د جنورۍ نه تر اکتوبر پورې ۲۴ ځانمرګي بریدونه شوي دي.هغه وویل، د جنورۍ له میاشتې راهیسې موږ ۲۴ ځانمرګي بریدونه کړي، چې له دې ۲۴ چاودنو څخه ۱۴ یې د افغانانو له خوا شوي، چې پر موږ یې بریدونه افغانان کړي دي. په دې کې د پېښور د جومات یوه لویه پېښه وه. د پولیسو په لیکو کې دا یو افغانی شوی، بیا د مسلم باغ په قلعه سیف الله کې شوې پېښه کې له ۶ کسانو څخه ۵ یې افغاني وو.

سرفراز بګټي زیاته کړه چې حکومت ټول ثبوتونه لري.جیو فیکټ چیک تیره میاشت د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بګټي سره د توضیحاتو لپاره اړیکه ونیوله او د هغه څخه یې د دې ادعا د ثابتولو لپاره د اسنادو یا شواهدو غوښتنه وکړه چې دا ثابته کړي چې په پاکستان کې د 24 ځانمرګو بریدونو څخه 14 یې د افغان مهاجرینو یا اتباعو لخوا ترسره شوي.

هغه ته د نومبر په 10، 13، 16، 24 او بیا د ډسمبر په 5 پیغامونه واستول شول، هغه د یوې پوښتنې ځواب هم ورنکړ.

جیو فیکٹ چیک بیا په کورنیو چارو وزارت کې د رسنیو له عمومي رییس قادر یار توانه سره اړیکه ونیوله او د دې معلوماتو غوښتنه یې وکړه.

Leave a reply