د عمران خان په ضد اليکشن کميشن د الېکشن کمېشن او چيف اليکشن کمشنر د توهين عدالت مقدمې فيصله اعلان کړې ده

0
173

باغی ټي وي رپورت
اليکشن کميشن د الېکشن کمېشن او چيف اليکشن کمشنر د توهين عدالت مقدمې فيصله اعلان کړې ده۔

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي مخکيني محفوظ فيصله کښي وئيلي شوي دي چي د پاکستان تحريک انصاف باني چيئرمين عمران خان او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري مقدمه به په اډياله جيل کښي کيږي۔د اسد عمر خلاف د ټاکنو کمېشن پرېکړه لا نه ده اعلان شوې.

د اليکشن کميشن ترمخه د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې اورېدنه به د دسمبر په 13مه نېټه اډياله جيل کښې کيږي۔

کورنیو چارو وزارت ته امر شوی، چې په دوو ورځو کې دننه خپل اداري راپور چمتو کړي او د ټاکنو کمېسیون ته یې وسپاري.

ياده دې وي چې د تيرې اورېدنې په مهال د عمران خان وکيل شعيب شاهين کمېشن ته ويلي وو چې حکومت نه غواړي چې پخواني وزيراعظم عدالت ته وړاندې کړي، په دې اړه د اليکشن کميشن سنده غړي وويل چې مونږ د پخواني وزيراعظم د پراډکشن آرډر جاري کړي دي. په دې اړه وکیل شعیب شاهین وویل چې پرډکشن آرډر نه دی عملي شوی.

Leave a reply