د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان دا پوښتنه راپورته کړې چې دوه صوبې په بدامنۍ کې ډوبې دي، ایا په دې حالت کې انتخاباتي کمپاین کولی شي؟

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان دا پوښتنه راپورته کړې چې دوه صوبې په بدامنۍ کې ډوبې دي، ایا په دې حالت کې انتخاباتي کمپاین کولی شي؟
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان دعوه کړې چې په ډيره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت کې پوليس نشته، دشپې په مهال وسله وال حکومت کوي، د ورځې پوليس راځي، په داسې حال کې چې په پيښور کې هم د بدامنۍ پيښې رامنځته کيږي.
هغه وپوښتل چې دوه ولایتونه د ناکراریو په حال کې دي، ایا په دې حالت کې انتخاباتي کمپاین کولی شي؟مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې د دې مطلب دا نه دی چې مونږ انتخابات ځنډول غواړو بلکې دا یوه پوښتنه ده، مونږ انتخاباتو ته تیار یو خو مونږ ته دې د پرامن انتخاباتو ماحول ورکړل شي.
ده ووئيل د لاهور پشمول په پنجاب كښې حالات سم دي، كه كوم مېلمه مونږ ته راشي نو مونږ به هغه له كوره نه پرېږدو۔
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې مسلم ليګ (ن) سره انتخابي اتحاد شوى دى، کميټې جوړې شوې دي، په خيبرپښتونخوا کې به مسلم ليگ (ن) او پنجاب کې هم ملګرتيا کوي.






