د ا.ا.ا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان ته يې دیپلوماتان ورپېژندلي دي
د ا.ا.ا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان ته يې دیپلوماتان ورپېژندلي دي
تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې طالبانو د سردار احمد شکېب په نوم یو کس د سفارت د لومړي سکرتر په توګه پاکستان ته استولی او دغه راز یو شمېر قونسلګریو ته یې ډيپلوماتان هم لېږلي.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې تر دې دمه هېڅوک د دوی لهخوا پاکستان ته د ديپلومات په توګه نهدی لېږل شوی.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هغه راپورونه بېبنسټه دي، چې ګنې دوی په پاکستان کې د افغانستان سفارت او ځینو قونسلګریو ته رسمي ډیپلوماتان لېږلي دي.
تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې طالبانو د سردار احمد شکېب په نوم یو کس د سفارت د لومړي سکرتر په توګه پاکستان ته استولی او دغه راز یو شمېر قونسلګریو ته یې ډيپلوماتان هم لېږلي.
اړوند موضوعات:
ذبیحالله مجاهد: برخی کشورها بهزودی حاکمیت طالبان را به رسمیت میشناسد
د یادو راپورونو تر خپرېدو وروسته طالبانو اوس ویلي، چې ځیني کسان یې د چارو د تنظیم او د افغانستان د شتمنیو د ساتلو لپاره افغان سفارت او قونسلګریو ته استولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفیر هم منلې وه چې ځینو طالبانو ته یې پاکستان ویزې ورکړې وې.