پي آي اې عراق ته پروازونه پیل کړل

0
139

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان قامي ایر لاین (پي آیی اې) د عراق هیواد ته پروازونه پیل کړل، د پاکستان د عراق سفارت په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د پي آیی اې الوته کښې په نجف هوایی ډګر ښکته شوي دې.

د پاکستان په عراق کښې د سفارت په سرکاری ټویټر پانړه د خبر مطابق د پي آیی اې الوته په ۳۰ اکتوبر د نجف په هوایی ډګر ښکته شوه او د پي آیی اې پروازونو پیل ی وکړو.
په عراق کښې د پاکستان سفیر او نور د عراق حکومت چارواکي د پی آیی اې الوتکې په نجف هوایی ډګر د پی آیی اې الوتکې سټاف او نورو اهلکارو ته د ستړي مشي لپاره راغلي وو.


د یادونې ده چې د کورونا وبا له وجهې د ټولې نړۍ هیوادونو د قامي او شخصي الوتکو د پروازونو خدمتونه ډیر بد متاثر شوي وو، د پي آیی ایی د مسولینو مطابق کابل ته به هم ددوی چارټر الوتکو پروازونه ډیر زر بیا پیل شي. افغانستان ته د پي آیی پروازونه څه وخت وړاندې پیل شول خو بیا د کابل او اسلام آباد ترمینځ د ټکټ په ډیر قیمت ستونزه رامخې ته شوه او دا پروازونه بند شول.

Leave a reply