پاکستان په ډیپلوماټیک کچه هند ته ماتې ورکړه او د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د اجرایوي بورډ غړی شو

0
72

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په ډیپلوماټیک کچه هند ته ماتې ورکړه او د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د اجرایوي بورډ غړی شو او هند ته په ماتې ورکولو د مرستیال مشر وټاکل شو.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې ډله ییزې ټاکنې وشوې چې په ترڅ کې یې پاکستان د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷ کلونو لپاره د یونیسکو د اجرایوي بورډ غړی وټاکل شو.د دې تر څنګ پاکستان د یونیسکو د اجراییوي بورډ د مرستیالۍ لپاره هند ته ماتې ورکړه.

د نائب چیرمین لپاره د ایګزیکټیو بورډ له 58 غړو څخه پاکستان 38 او هند 18 رایې ترلاسه کړې، دا بریالیتوب د هیواد لپاره د ویاړ خبره ده ځکه چې دا په نړیواله کچه لویه بریا ده.

پاکستان به د 2023 څخه تر 2025 پورې د یونیسکو د اجراییوي بورډ مرستیال وي. د یونسکو اجرایوي بورډ د سازمان د پالیسیو او پروګرامونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
بل لوري ته د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي چې پاکستان په سفارتي توګه د منزوي کولو هڅې ناکامه شوي دي او تر 2027م پورې د يونيسکو د بورډ د غړي په توګه د پاکستان انتخاب يوه مهمه سفارتي کاميابي ده.

د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۱۵مه ترسره شوو ټاکنو کې پاکستان تر ټولو زیاتې ۱۵۴ رایې ترلاسه کړې.

Leave a reply