د انټرا پارټيز انتخاباتو لپاره د پاکستان تحريک انصاف چيف اليکشن کمشنر نياز الله نيازي وايي چې تحريک انصاف انتخابات د قوانينو مطابق ترسره کړي دي، ګوند به يې په بیټ ټاکني کوي۔

باغی ټي وي رپورټ
د انټرا پارټيز انتخاباتو لپاره د پاکستان تحريک انصاف چيف اليکشن کمشنر نياز الله نيازي وايي چې تحريک انصاف انتخابات د قوانينو مطابق ترسره کړي دي، ګوند به يې په بیټ ټاکني کوي۔
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په وخت نياز الله نيازي وويل مونږ ته د دويمې ټولټاکنې لپاره شل ورځې وخت ورکړے شوے وو، مونږ ټولټاکنې د اصولو مطابق ترسره کړې، مونږ اميد لرو چې پي ټي آئي به په عامو انتخاباتو کښې برخه اخلي۔
هغه وويل، چې د مقرراتو له مخې، رېټرننګ افسر ماته د يو پینل لسټونه راکړل، ګوند يې څوک په ټاکنو کې له ګډون نه منع کړي، بل هېڅ کانديد د دغو څوکيو لپاره کاغذونه نه دي جمع کړي.
د پي ټي آئي چيف اليکشن کميشنر وئيلي دي چي ايس اکبر بابر د پارټي ممبر دے او ليسټ کښي دے ايس اکبر بابر صرف يو ويډيو جوړولو لپاره راغلي وو چي خلقو ته ووائي چي انتخابات روان دي۔ده وويل چې اکبر ايس بابر داسې هائيپ جوړ کړى چې داسې انټرا پارټيز انتخابات کيږي، زه د هغه خبرې ردوم، زه د اليکشن کميشنر وم، که هغه ماته راغلى واى، باور وکړه، ما به پرې فيصله کړې وه.
نيازالله نيازي زياته کړه چې راتلونکې هفته کې د عامو انتخاباتو شيډول راروان دى، تحريک انصاف په يو نه يو ډول له دغو مرحلو څخه بهر کيږي.






