د امریکا مرستیال ولسمشر کاملا حارث وايي، که اسرائیل په غزه کې خپلو پوځي موخو ته دوام ورکړي، باید د بې ګناه فلسطینیانو خوندیتوب ته پام وکړي

0
44

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا مرستیال ولسمشر کاملا حارث وايي، که اسرائیل په غزه کې خپلو پوځي موخو ته دوام ورکړي، باید د بې ګناه فلسطینیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

په دوبۍ کې د روان COP 28 کنفرانس په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر مرستیال کاملا هاریس وویل چې اسراییل باید د خپل ځان د دفاع حق کې نړیوال بشردوستانه قانون په پام کې ونیسي.

هغه وویل که اسرائیل په غزه کښې خپلو پوځي هدفونو ته دوام ورکړي باید د بې ګناه فلسطینیانو ساتنې ته پام وکړي.
کامله حارث زیاتوي، چې په غزه کې ډېر بې ګناه فلسطینیان وژل شوي، د ملکي وګړو ډېر دردونه او له غزې څخه راوتلي تصویرونه او ویډیوګانې وحشتناک دي او دا ټول په ریښتیا هم زړه بوږنوونکي دي، خو د امریکا د ولسمشر مرستیال د خبري غونډې پر مهال د دغه برید غندنه وکړه. د 16 زره فلسطینیانو نسل وژنه او نه هم اسراییل د 10 زره ماشومانو او ښځو د وژلو مسولیت لري.

د یادولو وړ ده چې په غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې د لنډمهاله اوربند د پای ته رسیدو وروسته اسراییلي ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې تر ۴۰۰ زیات بریدونه کړي او تر ۳۰۰ ډیر فلسطینیان یې وژلي دي.

Leave a reply