د فیلباین په ناکراره جنوبي برخه کې د عیسویانو پر یوې کلیسا بمي برید څلور کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي

0
61

باغی ټي وي رپورټ
د فیلباین په ناکراره جنوبي برخه کې د عیسویانو پر یوې کلیسا بمي برید څلور کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د برتانیا د خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د منداناو ایالت د مسلمانانو تر ټولو لوی ښار ماراوي پوهنتون په جمنازیوم کې رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې چاودنه هغه مهال شوې، چې د عیسویانو په ګڼه ګوڼه کې د یوې غونډې لپاره راټول شوي وو، چې په پایله کې یې ۴ فراد وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دپيښې دټپيانو حالت دخطرې څخه بهر دى او وضعيت يې کنټرول کړى دى.د پولیسو د مشر له خوا ویل کیږي چې کیدای شي د نن (یکشنبې) د چاودنې تر شا د دولت اسلاميه متعه ډلې لاس وي، دا چاودنه د چاودیدونکو توکو په وسیله شوې او که د لاسي بم په واسطه، په دې اړه پلټنې روانې دي.

له بلې خوا د فیلپاین ولسمشر فرډینند مارکوس جونیر دغه چاودنه په سختو ټکو غندلې او دا یې یو ډیر وحشیانه عمل بللی او ویلي یې دي چې دا چاودنه د بهرنیو ترهګرو له خوا ترسره شوې ده.

Leave a reply