پيښور کښي پوليس افسرانو او اهلکارو باندي د سوشل ميډيا استعمال باندي بنديز لګولي شوي دي۔

0
81

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي پوليس افسرانو او اهلکارو باندي د سوشل ميډيا استعمال باندي بنديز لګولي شوي دي۔

د پيښور ايس ايس پي اپريشنز کاشف آفتاب عباسي د سوشل ميډيا پاليسۍ په اړه ټولو پوليس افسرانو ته خط ليکلي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې پوليس افسران او اهلکار د سوشل ميډيا مختلف پلېټ فارمونه استعمالوي او د مختلفو غير رسمي واټس اپ ګروپونو برخه هم دي۔

په لیک کې راغلي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ناسمو او حساسو خبرونو په خپرولو سره د پولیسو مورال ته د زیان رسولو هڅې روانې دي، په دې لړ کې باید پولیس د ټولنیزو رسنیو له پلیټ فارمونو او واټس اپ ګروپونو څخه ځان ګوښه کړي.پولیس افسرانو او پرسونل ته امر شوی چې په ټولنیزو رسنیو کې هیڅ ډول مواد شریک نه کړي.

د ايس ايس پي اپريشنز لخوا ليکل شوي خط له مخې به ميډيا سره د مرستې کولو صرف د پوليس ترجمان اختيار وي، په سوشل ميډيا د پوليس افسرانو او اهلکارو فعاليتونه به هم څارل کيږي او د احکاماتو خلاف ورزي کونکو خلاف به سخته کاروائي کيږي۔

Leave a reply