د پاکستان د پوځ ټوله پاملرنه د وطن د پولو په دفاع باندې تمرکز لري: جنرال عاصم منير

0
105

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې د پاکستان د پوځ ټوله پاملرنه د وطن د پولو په دفاع باندې تمرکز لري او وسله وال ځواکونه به د ولس په ملاتړ د پاکستان دښمنانو ته ماتې ورکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د خیرپور دوره وکړه چرته چې کور کمانډر بهاولپور د هغه هرکلي وکړ.

د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف په خيرپور تاميولي کښي د بهاولپور کورکي فيلډ مشقونو دوره اوکړه د دې نه علاوه هغه د آرمر، ميکانائزډ انفنټري، توپخانې، ائير ډيفنس او ​​د ټينک ضد لارښود ميزائل هم وليدل۔بلخوا آرمي چيف ته د فيلډ مشقونو په اړه بريفنګ ورکړے شو په دې موقع آرمي چيف په مشق کښې برخه اخستونکو فوځيانو سره خبرې اترې وکړې.

آئي ايس پي آر وئيلي دي د مشقونو مقصد په عملياتي ماحول کښې راتلونکي چيلنجونو سره د مقابلې لپاره مهارتونو ته وده ورکول دي۔

په دې موقع آرمي چيف هدايت وكړو چې په هر حال كښې په روايتي حوصلې او حوصلې سره د ملت خدمت ته دوام وركړي۔جنرال عاصم منير وويل چې موږ له ننګونو ښه خبر يو، د ولس په ملاتړ د پاکستان د دښمنانو هر ډول ناپاک ارادې ته د ماتې ورکولو لپاره چمتو يو، د پاکستان پوځ د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالى لري. ټول تمرکز یې د وطن د پولو په دفاع دی، د ولس په ملاتړ به د پاکستان دښمنانو ته ماتې ورکړي.

Leave a reply