پي ټي آیی لسوکالو کښې خیبر پښتونخوا کنګال کړې، بي آر ټي، بلین ټری منصوبو کښې لوی کرپشن شوې: مریم

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن غړې مريم نواز وئيلي دي چې په لسو کالو کښې خېبرپښتونخوا کنګل صوبه جوړه کړې شوې ولې صوبه کښې د بي آر ټي او بلين ټي سونامي په نوم تر ټولو بد کرپشن شوې دې.

د خيبر پښتونخوا د ځوانانو کوآرډينيټرانو په لاهور کښې د مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر مريم نواز سره ملاقات کړې چې پکښې د يونين کونسل تر سطحه د يوتھ کوآرډينيټرانو په تقرر باندې صلاح مشوره شوې ده۔

په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا په تنظيمي چارو، د عامو انتخاباتو د تياريو هم جاج واخستل شو۔په دې موقع مريم نواز وويل په خېبرپښتونخوا کې په لسو کالو کې ٣٥٠ ډيمونه نۀ دي جوړ کړل شوي، قوم ته ګام په ګام ډيمونه احمق کړل شوي دي. یو روغتون، یو کالج، یو پوهنتون جوړ نشو.

مسلم لیګ د انفلاسیون لیګ دی، خلک پوهېږي چې دا د سیاست ښکار دی: بلاول

هغه وويل په لسو کالو کې داسې بدلون راغلى چې خيبرپښتونخوا کې دتنخواګانو اؤ پنشن ورکولو پيسې نۀ وې.

مريم نواز زياته کړې ده چې د بدلون نه پس پاکستان او خېبرپښتونخوا د تباهۍ کندې ته پراته دي، د پښتونخوا خلک د رياست سره د ټکر لپاره سازش شوي، مسلم ليګ (ن) به د خېبرپښتونخوا لس کلن محروميت ختموي.

Leave a reply