یو هندي تبعه په امریکا کې د سکهانو د یوه مشر د وژلو د سازش په قضیه کې فرد جرم لګول شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا متحده ایالاتو په متحده ایالاتو کې د سیکانو د بیلتون غوښتونکي مشر ګورپونات سینګ پنو د وژلو د دسیسې په قضیه کې یو هندي تبعه تورن کړی دی.
د امریکايي څارنوال په وینا، هندي تبعه نکیل ګوپتا په نیویارک کې د یوه هندي الاصله امریکايي د وژلو سازش جوړ کړی و، چې امریکايي قانون پلي کوونکو ادارو دا دسیسه شنډ کړه.
د امریکا څارنوالان وايي، موږ به د امریکا په خاوره کې د امریکايي اتباعو د وژلو هڅې ونه زغمو، په امریکا او بهر کې امریکایانو ته د زیان رسولو د هڅو څېړلو او محاکمې ته چمتو یو.باید وویل شي، چې یوه اونۍ وړاندې برتانوي ورځپاڼې په امریکا کې د هند د ګورپونت سینګ پنو د وژلو د پلان د شنډولو خبر ورکړی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، هندی تبعه نکیل ګوپتا د جون په میاشت کې په چک جمهوریت کې نیول شوی و، چې تر اوسه امریکا ته نه دی سپارل شوی.
د روان کال په جون میاشت کې د خالصتان غورځنګ مشر هردیپ سینګ ناګار په کاناډا کې ووژل شو، چې وروسته د کاناډا لومړي وزیر هند د هردیپ سینګ په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ او د RAW یو چارواکی هم له دندې ګوښه شو.
د دواړو هیوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو کړکیچونو وروسته، لوړ پوړو ډیپلوماټانو ته هم د هیواد پریښودو امر شوی په داسې حال کې چې دواړو هیوادونو خپلو اتباعو ته د سفر لارښوونې صادرې کړې.






