متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وړاندې کړ

0
61

باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وړاندې کړ.

ایم کیو ایم پاکستان د کراچۍ په یو ځايي هوټل کې د “ضلعي حاکمیت د اساسي مسؤلیت” په موضوع خبرې اترې وکړې. په دې خبرو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.

خبرو اترو کې د خپلواکو ځايي حکومتونو لپاره د اساسي قانون د ترمیم وړاندیز شوی بل وړاندې شو.د ایم کیو ایم کنوینر خالد مقبول صدیقي د ښاري او ضلعو حکومتونو په اساسي تحفظ ټینګار وکړ او ویې ویل چې اساسي قانون موږ ته تحفظ نه دی ورکړی، په دې کې ډېر ابهام شته، اساسي قانون باید د ښاري او ضلعو حکومتونو، د سیمه ییزو حکومتونو او واکونو ساتنه هم وکړي. د هغې ادارې باید لیست شي.

مصطفی کمال د بلدياتي خودمختارۍ لپاره د آئيني ترميمي بل پيشنهاد وړاندې کولو په مهال وويل چې هغه درې آئيني ترميمونه وړاندې کوي کوم چې د مقامي حکومتونو خودمختارۍ لپاره ضروري دي.

هغه وويل، چې سيمه ييزو حکومتونو ته د واکونو په ورکولو سره به نويو ولايتونو ته اړتيا نه وي، که ولسوالۍ خپلواکې وي، نو پاکستان به خپلواک وي.ډاکټر فروغ نسیم د مراسمو په پای کې وویل، چې د سیمه ییزو او ولسوالیو ټولې چارې باید په اساسي قانون کې روښانه شي، ترڅو هېڅ ولایت د یوه ښار، ولسوالۍ او د اتحادیې د شورا منابع او واکونه غصب نه کړي.

Leave a reply