دبلوچستان په قلات ضلع کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تندلاري وژل شوي دي

0
246

باغی ټي وي رپورټ
دبلوچستان په قلات ضلع کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تندلاري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، دغه عملیات د کلات په ناګوو غونډیو کې شوي دي.

آئي ايس پي آر وئيلي دي د عملياتو په مهال د سکيورټي فورسز او ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله شوي چي پکښي دوه ترهګر وژل شوي دي۔د آئي ايس پي آر ترمخه د وژل شوؤ ترهګرو نه د وسله او بارود يوه ذخيره هم برآمد شوې ده۔

په جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٨ تندلاري وژل شوي دي. آئي ايس پي آر وئيلي دي چي وژل شوي ترهه ګر په سکيورټي فورسز په بريدونو او د عام اولس په هدفي وژنو کښي ککړ وو۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي په سيمه کښي د نورو ترهه ګرو د ختمولو لپاره چاڼيز عمليات روان دي کوم چي د بلوچستان امن، ثبات او پرمختګ ته د سبوتاژ کولو کوششونه ناکامه کول دي۔

ددې خبر باید یادونه وشی چې په ۲۶ نومبر هم په جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٨ تندلاري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړل.

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د عملياتو په مهال د سکيورټي فورسز او ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله شوي چي پکښي اته ترهګر وژل شوي دي۔

Leave a reply