د کورنیو چارو وزارت د تورخم کمیسارۍ کارکوونکې ګوښه کړي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه کسان د خپلو وظیفو نه ګوښه کړي چې په اداري فساد کښې ککړ وو، د بیان مطابق د ګوښه شوو کسانو په ځای نور نوي اهلکار مقرر شوي دي.
په ورځپانړه وحدت کښې یو رپورټ چاپ شوي، په دې رپورټ کښې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت داسې بیان چاپ شوي دې چې وایی چې د تورخم په کمیسارۍ کښې په فساد کښې ککړ کسان د خپلو وظیفو نه ګوښه شوي او په ځای ی نور اهلکار ګومارل شوي دي.
د رپورټ مطابق دا کستان په اداري فساد کښې ککړ او ملکی اقتصاد او قامي خزاني ته ی په ملیونونو ډالرو زیان رسولې دې نو ځکه دوی د خپلو وظیفو نه ګوښه شوي دي .
یاده دې وی چې څو ورځې د افغان سوداګرو یو پلاوي د اسلام آباد دوره وکړه او په واپسۍ ی تورخم کښې ی اړوند پاکستاني چارواکو سره هم غونډه کړې وه.
رسنیو ته د افغان سوداګرو له اړخه داسې بیان او معلومات ترلاسه شوي وو چې افغان سوداګرو ته د اسلامی امارت مشرانو ویلي دي چې دوی په خپله هم رشوت نه اخلی او نه به نو سرکاري اهلکار او سوداګر اداري فساد کولو ته پریږدي.