د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د ميلياردونو ډالرو په ارزښت تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي.

متحده عربي امارات به په پاکستان کې له ۲۰ تر ۲۵ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي
0
176

باغي ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ له ابوظهبي څخه ملت ته په يو مهم پېغام کې وئيلي دي چې د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمينځ د څو اربو ډالرو په ارزښت د تفاهم يادداشتونه لاسليک شوي دي.

نگران وزيراعظم چې د متحده عرب اماراتو په دوره روان دے ملت ته په يو خاص پېغام کښې وئيلي دي چې د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د ميلياردونو ډالرو په ارزښت تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي.

د نگران وزيراعظم وينا ده چې نن شيخ محمد بن زايد آل نهيان دوه اړخيزه اړيكو ته يو نوى ابعاد وركړې، ډېر زر به د پاكستان په معيشت مثبت اثرات رابرسېره شي، د متحده عرب اماراتو ترمېنځه د اقتصادي مرستې نوې دور به پېل شي۔ د پاکستان او اماراتو په اړيکو کې د ثبات او ستراتيژيکو همکاريو نوى پړاو پيل شوى دى.


ده ووئيل د تفاهم يادداشت د لاسليك كولو په موقع د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير او نگران وفاقي وزيران هم موجود وو، د دستخط په دستوره كښې د متحده عرب اماراتو وزيرانو هم ګډون وكړو۔

امارات به په پاکستان کې له ۲۰ تر ۲۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي
په دې لړ کې سرچینې وايي چې متحده عربي امارات به په پاکستان کې له ۲۰ تر ۲۵ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د انرژۍ، بندرونو د فعاليتونو په پروژو، د فاضله اوبو د تصفيې په برخو، د خوراکي توکو د امنيت، لوژستيک او د کانونو په سکتور کې به پانګونه وشي.

Leave a reply