د بنو په بکا خيل سيمه کښې د پاکستان په امنيتي ځواکونو کاروان ځانمرګي بريد شوې، ۲ اهلکار شهیدان شوي، د ۳ فوځي ځوانانو په ګډون ۶ کسان ژوبل شوي دي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د بنو په بکا خيل سيمه کښې د پاکستان په امنيتي ځواکونو کاروان ځانمرګي بريد شوې، ۲ اهلکار شهیدان شوي، د ۳ فوځي ځوانانو په ګډون ۶ کسان ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، په بکا خېلو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د برید پر مهال یو موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو په مرسته ځان ته چاودنه ورکړه.

د آئي اېس پي آر ترمخه ځانمرگي بريد کوونکى افغان وو چې تعلق د کالعدم تحريک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې سره وو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، په دغه ځانمرګي برید کې دوه بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي او د درې سرتېرو په ګډون ۶ افسران هم ټپیان شوي دي.

د آئي ايس پي آر له مخې په سيمه کښې د نورو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره عمليات روان دي، د پاکستان امنيتي ځواکونه د ترهه ګرۍ د ختمولو عزم لري.

Leave a reply