اسلام اباد هائي کورټ پخواني وزير فواد چوهدري ته اجازه ورکړې چې له خپلې ميرمنې سره جلا ملاقات وکړي

0
82

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ پخواني وزير فواد چوهدري ته اجازه ورکړې چې له خپلې ميرمنې سره جلا ملاقات وکړي.

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د فواد چوهدري د سهولتونو، وکيلانو او په جيل کښې د هغه د کورنۍ سره د ملاقات د اجازت په اړه د درخواستونو اورېدنه وکړه او د عمل درآمد رپورټ ئي جمع کړے دے۔
چيف کمشنر عدالت ته اوويل چې فواد چوهدري ته جيل کښې غوره کلاس ورکړے شوے دے۔

عدالت د فواد چوهدري مېرمنې ته په جېل کې د هغه سره د لیدو اجازه ورکړې او د زندان دستور مطابق ورته د طبي سهولتونو ورکولو امر هم کړی دی.

جسټس ميا ګل حسن د اډياله جيل ډپټي سپرنټنډنټ سره په خبرو کښې اوويل چې ډپټي سپرنټنډنټ دې د درخواست کونکي وقار په نظر کښې وساتل شي۔

Leave a reply