لاهور هائي کورټ د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د لرې کولو په اړه دائر درخواست د اوريدو په اړه خپله فيصله محفوظ کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د لرې کولو په اړه دائر درخواست د اوريدو په اړه خپله فيصله محفوظ کړې ده.
جسټس شاهد بلال حسن د نگران وزيراعظم د لرې کولو لپاره دائر درخواست اورېدنه وکړه۔
درخواست کوونکي وئيلي چې د ٩٠ ورځو پوره کېدو وروستو د نگران وزيراعظم ټاکل غير موثره شوي دي، د آئين له مخې انوارالحق کاکړ اوس نگران وزيراعظم نۀ دى نو عدالت دې د نگران وزيراعظم د لرې کولو احکامات جاري کړي.بل لوري ته د وفاقي حکومت وکيل د درخواست ناقابل سماعت اعلانولو غوښتنه کړې او وئيلي يې دي چې دغه معامله سپريم کورټ کې اوريدنه روانه ده.
لاهور هائي کورټ د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د درخواست د اوريدو په اړه خپله فيصله محفوظ کړے ده۔