د موقت اوربند له پای ته رسېدو وروسته به اسرائیل په بشپړ قوت سره پر غزې برید وکړي:بنجمن نتنیاهو

باغي ټي وي رپورټ
د اسرائیلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې ویلي چې د موقت اوربند له پای ته رسېدو وروسته به اسرائیل په بشپړ قوت سره پر غزې برید وکړي.نتانیاهو په یوه بیان کې ویلي چې هغه به د اوربند د غځولو هرکلی وکړي.
له بلې خوا حماس وايي چې د پوځي بندیانو د خلاصون بیه به هغه قیمت نه وي چې اسراییل یې د ملکي وګړو د خلاصون په بدل کې ورکوي.
حماس وايي، د قطر په منځګړیتوب د شوې هوکړې له مخې به هره ورځ لس نور یرغمل شوي کسان خوشې شي.
د يادونې وړ ده، چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې پر غزې د اسرائيلو په روانو بمباريو کې تر ۱۴ زره او ۸۵۰ زيات فلسطينيان شهيدان او تر ۳۶ زره ډېر ټپيان شوي دي.
نن په غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ د څلور ورځني لنډمهاله اوربند وروستۍ ورځ ده او دواړه لوري د هوکړې له مخې د یو بل بندیان خوشې کوي.
له بلې خوا الجزیرې خبری اژانس د صهیونیسټی ادارې ډیر ظالمانه او غیر انسانی چلند په ډاګه کړی دی .






