په غزه کې اوربند د امریکا په هڅو ممکن شوی دی: د امریکا ولسمشر جوبایډن

0
148

واشنګټن: د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې په غزه کې اوربند د امریکا په هڅو ممکن شوی دی.

د امریکا ولسمشر په یوه بیان کې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول یو پیل بللی او ویلي یې دي چې دی خوشاله دی چې ۱۳ اسراییلیان خوشې شوي او خپلو عزیزانو ته رسېدلي دي، هڅه یې دا وه چې په لومړي پړاو کې تر ۵۰ زیات اسراییلیان خوشې کړي. د جمعې په ورځ خوشې شوي یرغمل شوي ښځې هم شاملې دي.د امریکا ولسمشر په غزه کې د موقتي اوربند د غځولو د احتمال په اړه د خبرو پر مهال وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اسرائیلو او فلسطینیانو لپاره پر دوه اړخیزه حل لارې کار وشي.
هغه وویل چې امریکا د اوربند ټینګولو ته دوام ورکوي ترڅو اسراییلیان خوشې شي.

د بله پلوه د اردن د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې مونږ په غزه کې د وحشیانه جګړې د بندولو ښکاره غوښتنې لرو.

د بلجیم او هسپانیې صدراعظمانو په غزه کې د تباهۍ له امله پر اسرائیلو نیوکې وکړې، چې وروسته د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو سفیران د اعتراض لپاره احضار کړل.

Leave a reply