د فلسطین د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډز د اکټوبر په اوومه ۲۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړل

باغی ټي وي رپورټ
د فلسطین د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډز د اکټوبر په اوومه ۲۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړل، په داسې حال کې چې اسرایلو په ځواب کې ۳۹ فلسطینی ماشومان او ښځې په خپلو زندانونو کې خوشې کړي دي.

د فلسطین د غزې په محاصره سیمه کې څلور ورځنی اوربند نن رسماً د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پیل شو.

لنډمهاله اوربند په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو پیل شو او تر راتلونکو ۴ ورځو پورې به دوام وکړي، یعنې د سه شنبې په ورځ سهار ۷ بجې.بندیان باید د اوربند پر مهال د اسراییل او حماس د هوکړې له مخې تبادله شي.

د حماس د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيده ويلي دي چې د تايلنډي اتباعو په ګډون ۲۴ تنه اسرائيلي برمته شوي دي.

دفلسطین نشراتي ادارې چې دحماس له ملاتړو څخه شمیرل کیږي ویلي چې القسام بریګیډ یرغمل شوي کسان سور صلیب ته وسپارل چې وروسته سور صلیب مصر ته وسپارل.د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، له القسام زندان څخه په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ اسراییلیان، ۱۰ تایلنډیان او یو فلیپیني تبعه شامل دي.

د اسراييلي ميډيا له مخې د اسراييلو امنيتي چارواكو هم د حماس لخوا د ۱۳ يرغمل شويو خوشې كولو پخلى كړى دى.

د اسراييلي ميډيا له مخې يرغمل شوي کسان به د هيلي کاپټر په ذريعه د تل ابيب په څنډه کې د سنيډر روغتون ته انتقال شي.

اسرائیلي راډیو ویلي دي چې ټول یرغمل شوي کسان په لومړنیو طبي معایناتو کې روغ اعلان شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载