د مسلم ليګ ن، متحده قومي موومنټ او متحدينو مشرانو په سندهـ صوبه کښې د پيپلز ګوند د بديل په توګه خپل ځانونه وړاندې کړي
باغی ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ ن، متحده قومي موومنټ او متحدينو مشرانو په سندهـ صوبه کښې د پيپلز ګوند د بديل په توګه خپل ځانونه وړاندې کړل.
د ایم کیو ایم پاکستان مشر مصطفی کمال د مسلم لیګ (ن) سنده صدر بشیر میمن او نورو اتحادي ګوندونو سره په خبرو کې ویلي چې مونږ د سندهـ او کراچۍ تر ټولو ښه متبادل یو.
مصطفی کمال وويل دکرپټ اؤ نظام چلولو باوجود پيپلزپارټۍ وايي زمونږ لپاره بديل نشته.په دې موقع د پاکستان مسلم ليګ ائي سنده صدر بشير ميمن اوويل چې هغه نن د متبادل په توګه دلته راغلې دې او په ګډه به سندھ ته د شهباز رفتار راوستو لپاره کار کوې۔
له دې وړاندې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره د مسلم لیګ (ن) او ایم کیو ایم پاکستان د کمېټو دویمه غونډه په بهادر اباد کې د ایم کیو ایم په عارضي مرکز کې شوې وه چې پکې د دواړو ګوندونو مشرانو دعوه کړې وه چې د سندهـ راتلونکی وزیر اعلی به له دوی څخه وي.