نگران وزيراعظم د همکارۍ د ممکنه برخو په ګوته کولو لپاره د اړوندو وزارتونو د هڅو ستاينه وکړه او ټولو شريکانو ته يې لارښوونه وکړه چې اوږد مهاله اقتصادي ګټې ترلاسه کړي

د پانګې اچونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا د عالي کمیټې په متفقه توګه له دوستو هېوادونو سره بېلابېل نوښتونه تصویب کړل.
د خصوصي سرمايه كارۍ آسانتيا كونسل د اپیکس كمېټۍ غونډه د نگران وزيراعظم انورحق كاكړ په مشرۍ كښې وشوه۔
د اپیکس کمېټۍ غونډه کې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر، وزیرانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون وکړو.د بیان له مخې د اپیکس کمېټۍ په غونډه کې د همکارۍ اوسنۍ کچې ته کتنه وشوه او کمېټۍ د دوستو هېوادونو سره د مختلفو نوښتونو په متفقه توګه منظوري ورکړه.
اپیکس کمېټۍ د مختلفو پروژو د تطبیق د چټکتیا لارښوونه هم وکړه.
د بیان له مخې، د پوځ مشر د حکومت د اقتصادي نوښتونو د ملاتړ لپاره د پوځ د نه ثابتې ژمنې ډاډ ورکړ.نگران وزيراعظم د همکارۍ د ممکنه برخو په ګوته کولو لپاره د اړوندو وزارتونو د هڅو ستاينه وکړه او ټولو شريکانو ته يې لارښوونه وکړه چې اوږد مهاله اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.






