امکان شته چې عمران خان به د پي ټي آئي چيئرمېن شپ ټاکني کښې برخه وانخلي: علی ظفر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر بيرسټر علي ظفر وئيلي دي امکان شته چې عمران خان به د پي ټي آئي چيئرمېن شپ ټاکني کښې برخه وانخلي۔
علي ظفر د جيو نيوز په پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو پر مهال وويل چې د نواز شريف د ګوند د مشرتابه د قضيې په اړه د سترې محکمې پرېکړه ښايي د ده په لاره کې خنډ شي.
ده د پي ټي ائي د انټرا پارټي انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن په فيصله د بحث کولو په وخت وويل چې د اليکشن کميشن فيصله د فشار لاندې بدله شوې ده۔
بيرسټر علي ظفر د نګران داخله وزير سرفراز بګټي په بيان د ردعمل څرګندولو په وخت وويل چې د نگران وزير ژبه بايد د کوم ګوند د مشر په اړه نه وي.
ياده دي وي چي د کورنو چارو نگران وزير سرفراز بګټي د پي ټي آئي چيرمين د عدالت ګران بللي وو او وئيلي وو چي عمران خان ته په جيل کښي د کومو سهولتونو تصور عام وګړي نه شي کولي۔
سرفراز بګټي برتانوي خبري ادارې ته په یوه مرکه کې ویلي چې یو عام وګړی عمران خان ته په جېل کې د ورکړل شویو اسانتیاوو تصور هم نه شي کولی، د سېفران په مقدمه کې د نومبر په ۲۸مه د عمران خان د حاضرېدو په اړه د عدالت حکم ردوي او هغه به مني.ده ووئيل زما په خيال د نواز شريف په ضد مقدمې زياتره بې بنياده وې او دا به په تاريخ كښې اول ځل وي چې يو څوك د خپل زوي نه د تنخوا اخستلو په جرم نااهله ګرځول شوي وي۔






