په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په رسمي توګه څلور ورځنی اوربند پیل شو

د حماس د پوځي څانګې القسام لوا ویاند ابو عبیده ویلي، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییلو ۳۳۵ پوځي ګاډي له منځه تللي او ۳۳ نور اسراییلي پوځي ګاډي هم له منځه تللي دي.
0
74

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په رسمي توګه څلور ورځنی اوربند پیل شو.

د بهرني خبري اژانس له مخې لنډمهاله اوربند په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پيل شو چې تر راتلونکو ٤ ورځو پورې به دوام وکړي، يعنې د سه شنبې په ورځ د سهار تر ٧ بجو پورې به دوام وکړي.

د عربي رسنیو په وینا، د رفح له لارې غزې ته د تېلو دوه ټانکرونه او یو د ګازو ټانکر ننوتي، په داسې حال کې چې د غزې له جنوبي سیمو د اسرائیلي پوځي الوتکو الوتنې بندې شوې دي.د رسنیو د راپورونو له مخې، د اوربند د موافقې له مخې به حماس او اسرائیل په ډلو کې یرغمل شوي کسان خوشې کوي او هره ورځ به د مرستو ۲۰۰ لارۍ غزې ته د ننوتو اجازه ورکوي.
د عرب ميډيا له مخې په غزه كښې د اوربند د څارنې لپاره د قطر په پلازمينه دوحه كښې يوه عملياتي كوټه جوړه كړې شوې ده٬ قطر د موقتي اوربند د عملي كولو لپاره له اسرائيلي پوځ او حماس سره په مستقيم ډول تماس لري.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوې هوکړې له مخې اسراییل به د حماس لخوا د ۵۰ یرغمل شوو د خوشې کولو په بدل کې ۱۵۰ ښځې او ماشومان خوشې کوي.
د يادونې وړ ده چې د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې پر غزې د اسرائيلو په روانو بمباريو کې تر ۱۴ زره او ۸۵۰ زيات فلسطينيان شهيدان شوي او تر ۷۰۰۰ ډېر فلسطينيان لادرکه دي او تر ۳۶ زره ډېر فلسطينيان ټپيان شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې القسام لوا ویاند ابو عبیده ویلي، په تېرو ۷۲ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییلو ۳۳۵ پوځي ګاډي له منځه تللي او ۳۳ نور اسراییلي پوځي ګاډي هم له منځه تللي دي.

Leave a reply