افغانستان په هند کې خپل سفارت د تل لپاره تړلې دې
باغي ټي وي رپورټ
نوي ډیلي: افغانستان په هند کې خپل سفارت د تل لپاره تړلې ده.دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشی چې د هم نیوز ټي وی یو راپور مطابق د هند په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ادعا کوي چې د هند د حکومت له لوري د ملاتړ نه کولو له امله خپل فعالیت ودروي.
دبهرنيو ميډيا له مخې افغانستان په هند کې دپيښو چلنجونو له امله خپل سفارت په دايمي توګه تړلى دى چې افغانستان يې هم پخلى کړى دى.
د افغانستان سفارت د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم X کې د سفارت تړل کېدل تایید کړي دي.د راپورونو له مخې، افغان حکومت دریځ خپل کړی، چې سفارت یې د هند له لوري د ډیپلوماټیکو همکاریو د نه رسیدو له امله تړلی دی، چې د نومبر له ۲۳مې عملي شوی دی.
د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د سفارت د فعالیتونو له بندېدو وروسته د پنجشنبې له ورځې د سفارت د تړلو پرېکړه عملي شوې ده.مطبوعاتي اعلامیه زیاتوي چې د سپټمبر په 30 د سفارت د فعالیتونو د ځنډولو پریکړه تمه کیده چې د هند حکومت به له سفارت سره د ورځنیو چارو لپاره ځینې مثبت ګامونه پورته کړي، خو له بده مرغه په دې 8 اونیو کې. د دیپلوماتانو د ویزو د تمدید انتظار او د هند د حکومت چلند حقیقت نه درلود چې له امله یې سفارت د طالبانو او د هند حکومت تر فشار لاندې و او سفارت د خپلو فعالیتونو په دوام کې له سختو ستونزو سره مخ وو.
د افغان سفیر په وینا، د سفارت کیلي یې کوربه حکومت ته ورکړې، په هند کې مېشت افغان ډیپلوماتان د سیاسي پناه لپاره امریکا او اروپا ته تللي دي.
Press Statement
24th November, 2023
The Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan announces permanent closure in New Delhi.The Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in New Delhi regrets to announce the permanent closure of its diplomatic mission in New Delhi 1/2 pic.twitter.com/VlXRSA0vZ8
— Afghan Embassy India (@AfghanistanInIN) November 24, 2023
د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د دایمي تړلو په اړه سمدستي کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د اشرف غني د حکومت له خوا ټاکل شوي کارکوونکي په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې دندې ترسره کولې.