په غزه کې لنډمهاله اوربند به نن د نومبر په 24 د سهار په 7:00 بجو (10:00 am PT) پیل شي.

0
73

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې لنډمهاله اوربند به نن د نومبر په 24 د پاکستان وخت ترمخه د سهار په 7:00 بجو (10:00 am PT) پیل شي.

دغه څرګندونې د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، د حماس له خوا د یرغمل شویو ۱۳ اسراییلیانو لومړۍ ډله به له لنډمهاله اوربند وروسته د غزې پر وخت د مازدیګر په ۴ بجو (د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې) خوشې شي.هغه وویل چې د یوې کورنۍ یرغمل شوي کسان به په ګډه خوشې شي.

هغه زياته کړه، چې هره ورځ به يرغمل شوي کسان خوشې کېږي او په څلورو ورځو کې به ٥٠ تنه يرغمل خوشې شي.هغه وویل چې تر نن سهاره پورې په دوحه کې د جګړې له ښکیلو خواوو او مصري چارواکو سره سلا مشورې دوام لري او دغه غونډې په مثبته فضا کې ترسره شوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د امنیتي دلایلو له امله له غزې څخه د اسرائیلي یرغمل شویو د ایستلو د لارې په اړه څه نه شي ویلای، زموږ موخه د یرغمل شویو کسانو د خوندیتوب ډاډ ورکول دي.هغه زیاته کړه، زموږ تمرکز په دې دی چې دا کار په خوندي توګه ترسره شي، چې د سرې میاشتې اداره او اړوندې خواوې به هم خپل رول ولوبوي.

خو نوموړي د اوربند په لومړۍ ورځ د اسراییلو له خوا د خوشې شویو فلسطینیانو د شمېر له ویلو ډډه وکړه.

Leave a reply