پاکستان په 2024 کې د برکس بلاک کې د شاملیدو لپاره لاس لیک ورکړو
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: پاکستان په 2024 کې د برکس بلاک کې د شاملیدو لپاره لاس لیک ورکړې دې.
د خارجه دفتر وياند هفته وار بريفنګ په مهال د پاکستان د دې غوښتنې تصديق کړے او وئيلي ئې دي چې روس او چين به د پاکستان غړيتوب ترلاسه کولو کښې مرسته کوي۔
دبهرنيو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان دغه فيصله په جوهانسبرګ کې دبرکس په اړوند دپرمختګ دڅيړنې وروستو کړې ده هيله ده چې زمونږ غوښتنه به دبرکس لخوا عملي شي.
بل خوا په روسیه کې د پاکستان سفیر محمد خالد جمالي ویلي چې پاکستان د غړیتوب په بهیر کې د روسیې پر مرستو حساب کوي.
برکس د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا یوه ډله ده او له ۱۳ کلونو وروسته د روان کال په اګست میاشت کې وغځول شوه.