د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي، په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د یهودانو غیر قانوني میشت ځایونه د فلسطین د ستونزې د هواري په لاره کې تر ټولو لوی خنډ دی
مونږ دفلسطين د١٩٦٧ء څخه وړاندې په پولو کې ددوه رياستي حل ملاتړ کوو، زیاته کړه چې یو فلسطیني دولت چې پلازمینه یې القدس شريف وي: د پاکستان وزارت خارجه ویاندې بیان
باغي ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي، په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د یهودانو غیر قانوني میشت ځایونه د فلسطین د ستونزې د هواري په لاره کې تر ټولو لوی خنډ دی.
په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غونډې پر مهال ممتاز زهرا بلوچ وويل، پاکستان په غزه کې اوربند ته ډېر لېواله دی، موږ غواړو چې د اوربند پر مهال غزې ته د اړتيا وړ سامانونو رسول يقيني کړو.هغې وويل غزه يوه اشغال شوې سيمه ده، نه يواځې غزه بلکې دفلسطين قبضه شوې سيمه هم ده، پاکستان داسرائيلي اشغال په اړه سخت اعتراض لري، مونږ دفلسطين د١٩٦٧ء څخه وړاندې په پولو کې ددوه رياستي حل ملاتړ کوو، زیاته کړه چې یو فلسطیني دولت چې پلازمینه یې القدس شريف وي.