اسلام آباد هائي کورټ د پاسپورټ کنټرول لسټ نه د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري نوم ويستلو درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د پاسپورټ کنټرول لسټ نه د پخوانۍ وزيرې شيرين مزاري نوم ويستلو درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده۔
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس طارق جهانګيري د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې د وفاقي حکومت په طرفه ايډيشنل اټارني جنرل او ډپټي اټارني جنرل عدالت ته حاضر شول۔د اورېدنې په مهال عدالت پوښتنه وکړه چې په اسلام اباد کې د ډېرو خلکو په ضد جرمي مقدمې دي، ولې يواځې د شيرين مزاري نوم پکې شامل شو؟ په دې اړه وکيل وويل چې د شيرين مزاري په ضد ٧ مقدمې درج شوي دي، د هغې د سفر تاريخ ډېر لوړ دى.