بیګا ټوله شپه د اسرایلي ځواکونو پر غزی بمبارۍ دوام وکړو، په یو اپارتمان بمبارۍ کښې ۱۰ فلسطینیان شهیدان شول

0
254

باغی ټي وي رپورټ
د فلسطین د غزې په مختلفو سیمو د اسرائیلو بمبارۍ ټوله شپه دوام وکړو، د خان یونس په یو اپارتمان د بمبارۍ له امله لس نور فلسطینیان شهیدان او ۲۲ نور ژوبل شوي او د نصرت په کمپ کښې په یو کور د حملې له امله ۱۷ تنه نور شهیدان شوي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۱۴۱۲۸ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر هم له ۳۳۰۰۰ څخه اوښتی دی.د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د غزې له روغتونونو څخه قاهرې ته د راوړل شویو ۲۸ فلسطیني نویو زېږېدلو ماشومانو حالت له خطر څخه بهر نه دی، په داسې حال کې چې د ډېرو ماشومانو مور او پلار او ټولې کورنۍ شهیدانې شوې دي. تر اوسه په غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د فلسطینیانو له جملې څخه تر ۵۰۰۰ زیات ماشومان شهیدان شوي دي.
له بلې خوا د اسرائیلو په وحشیانه بریدونو کې یوه بله فلسطینۍ خبریاله هم د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال شهیده شوې ده، شهیدې ښځینه خبریالې آیت الخدورا له شهادت مخکې نړۍ ته خپل وروستی پیغام او په بیت لاهیا باندې د فاسفورس بمونو له بریده او د ځان په ګډون خلکو ته یې تسلیت ووایه. هغه د سختو شیبو په اړه خبر ورکړ چې تیرې شوې.
حماس په غزه کې پر روغتونونو د بریدونو او د اسراییلي ځواکونو له خوا د محاصرې په غبرګون کې، دوی د پوځي عملیاتو لپاره د کارولو تور لګولی، ویلي چې اسراییل د خپلو ناکامیو پټولو لپاره طبي مرکزونه په نښه کوي.

حماس ویلي چې په غزه کې هیڅ روغتون د پوځي موخو لپاره نه دی کارول شوی، اسراییل پلان لري چې د شمالي غزې اتباع مصر ته واړوي.

حماس ویلي دي چې د غزې ښاریان به خپله خاوره پریږدي او بل چیرته لاړ نشي.له بلې خوا د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه د معاملې په اړه د اسراییلو پریکړه په داسې حال کې تمه کیږي چې د اسراییلو لومړي وزیر د کابینې په غونډه کې وویل چې دا معامله یوه ستونزمنه خو سمه پریکړه ده.

د يادونې وړ ده چې په غزه کې د بمبارۍ په نتيجه کې د فلسطين د مقاومت د تنظيم حماس د مشر اسماعيل هنيه لمسی شهيد شو او تر دې مخکې د اسمعيل هنيه لمسی روي حمام اسماعيل هنيه هم د اسرائيلو په ډزو کې شهيد شوی وو. هغه د طب محصله وه.له بلې خوا د حماس پوځي څانګې القسام بریګیډ ادعا کړې چې په تیرو دریو ورځو کې یې ۶۰ اسرائیلي پوځي ګاډي په نښه کړي، د پوځ اډې په توغندیو ویشتل شوي او د حزب الله د بریدونو ویډیو هم خپره شوې ده.

له بلې خوا د اسرایلو پخواني لومړي وزیر ایهود بارک له امریکايي تلویزوني شبکې CNN سره په مرکه کې اعتراف کړی چې د غزې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د روغتونونو لاندې بنکرونه د اسرائیلي پوځ له خوا جوړ شوي دي. لسیزې وړاندې

Leave a reply