د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود د سېفري کيس کښې د ضمانت لپاره سپريم کورټ ته رجوع کړې ده

0
108

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود د سېفري کيس کښې د ضمانت لپاره سپريم کورټ ته رجوع کړې ده۔

پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي سپريم کورټ کښې د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت درخواست جمع کړے دے چې پکښې وفاقي حکومت او داخله وزارت اړخونه جوړ کړے شوي دي۔

د شاه محمود په درخواست کې استدلال شوی چې د درخواست کوونکي خلاف بې بنیاده او سیاسي مقدمه جوړه شوې ده.

په درخواست کې غوښتنه شوې چې اسلام اباد هائي کورټ د حقايقو سمه ارزونه نه ده کړې نو د نومبر د اتمې نيټې د هائي کورټ فيصله دې لغوه کړل شي.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>

Leave a reply