آشيانه اقبال ريفرنس: د شهباز شريف په شمول ټول 10 ملزمان بري

0
80

باغي ټي وی رپورټ
په تورنو کسانو کې فواد حسن فواد، احد چیمه، شاهد شفیق، بلال قدوايي، امتیاز حیدر او عارف بټ شامل دي.
په آشيانه اقبال ريفرنس کې احتساب عدالت د (ن) ليګ صدر شهباز شريف په ګډون ټول تورن کسان بري کړي دي.

د لاهور د احتساب عدالت قاضي ملک علي ذوالقرنين د آشيانه اقبال په مقدمه کې پخواني وزيراعظم شهباز شريف او لسو نورو تورنو ته برائت ورکړی دی.
آشيانه اقبال ريفرنس په ۲۰۱۸م کال کې د شهباز شريف او نورو تورنو په ضد دائر کړی شوی وو چې پکې د بيوروکريټ نومونه هم شامل وو.

د شهبازشريف نه علاوه په دغه ريفرنس کښې عدالت لخوا بري شوي ټول ملزمان فواد حسن فواد، احد چيمه، شاهد شفيق، بلال قدوائي، امتياز حيدر، اسرار سعيد او عارف بټ شامل دي.

Leave a reply