په ټول هېواد کې د سرو زرو بيه پرله پسې درېيمې ورځې هم لوړه شوې ده.

0
122

باغي ټي وی رپورټ

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو توله سرو زرو په بیه کښې دوه زره روپۍ زیاتوالی راغلی چې له دې سره په ملک کښې د یو تول سرو زرو بیه اوس دوه لاکه څوارلس زره اته سوه ته رسیدلی ده.

د دې تر څنګ د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۱،۷۱۴ روپیو په زیاتوالی سره ۱،۸۴،۱۵۶ روپۍ ته ورسېده.

بل خوا په نړيوال بازار کې د سرو زرو بيه د ٢٣ ډالرو په لوړوالي سره ١٩٨٨ ډالرو ته رسېدلې ده.

Leave a reply