وفاقي حکومت د فيض آباد دھرنا کيس کښې د سپريم کورټ فيصلې عملي کولو لپاره درې کسيزه انکوائري کميشن جوړ کړے دے۔

باغي ټي وی رپورټ

د فيض آباد دھرنا کيس په فيصله عمل درآمد لپاره د جوړ شوي انکوائري کميشن نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔

وفاقي حکومت د ريټائرډ آئي جي اختر علي شاه په مشرۍ کښې انکوائري کميشن جوړ کړے دے چې پکښې پخوانې آئي جي طاهر عالم او ايډيشنل سيکرټري هوم خوشحال خان هم شامل دي۔ جيو نيوز د انکوائري کميشن د ټي او آرز پشمول نور تفصيلات ترلاسه کړي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې انکوائري کميشن به د خپل جوړيدو نه دوه مياشتو کښې خپل رپورټ جمع کوي، د ټي ايل پي غير قانوني فنانسرز د پلټنو لپاره انکوائري کميشن به بيانونه جاري کوونکو کسانو خلاف د کاروائي سفارش کوي۔ او د فيض اباد د لاريون په حق کې فتوا ورکړه.

د نوټيفيکيشن ترمخه انکوائري کميشن به معلومه کړي چې آيا کوم پبلک آفس هولډر د قانون خلاف ورزي کړې ده او انکوائري کميشن به د فيض آباد دھرنې ذمه وار کسانو خلاف د کاروائي سفارش کوي۔

د دې نه علاوه د انکوائري کمېشن به د پيمرا قوانينو خلاف ورزي کوونکې کيبل آپريټرانو او براډکاسټرانو پلټنه کوي، کميشن به په ميډيا او سوشل ميډيا د نفرت او تشدد د خوريدو مخنيوي لپاره پلټنې کوي او سپارښتنې به کوي۔

د رسمي اعلان له مخې، کمېشن به معلومه کړي چې ایا استخباراتي ادارې، حکومتي کارکوونکي یا اشخاص د فیض اباد په دھرنا کې شامل دي، کمېشن به پولیسو، قانون نافذونکو ادارو ته د دھرنو، لاریونونو او احتجاجونو د مخنیوي لپاره سپارښتنې هم ورکوي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې وفاقي حکومت د فيض آباد دھرنا کيس کښې فېکټ فائنډنګ کميټي جوړه کړې وه ولي سپريم کورټ د حکومت فېکټ فائنډنګ کميټي رد کړې وه۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载