د نومبر د ۱۵مې نیټې څخه د اسلام اباد های کورټ په عدالت کې حاضرو وکیلانو ته دا لازمي ګرځولې چې ګاؤن واغوندي.
باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ کښې سينئر وکيل او ډپټي اټارني جنرل بغير د ګاؤن اغوستو روسټرم ته راغلي وو چې پکښې چيف جسټس عامر فاروق د اوريدنې په مهال وکيلانو ته په خطاب کښې اوويل افسوس چې تاسو خلک نه پوهيږئ. د عالي محکمې حکم.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس پوښتنه وکړه چې تاسو سينئر وکيل او ډپټي اټارني جنرل هم يئ خو دواړه بې ګاؤن؟
د اورېدنې پر مهال وکيلانو د خپل چلند له امله بښنه وغوښته او ويې ويل، چې په راتلونکي کې به د جامو په اغوستلو محکمې ته حاضرېږي.
د اسلام اباد چيف جسټس وويل چې د نومبر د ١٥مې نيټې څخه عدالت ته د حاضريدو په وخت کې د ګاؤن اغوستل لازمي ګرځول شوي دي، پخپله ګاؤن واغوستل شي او هغو کسانو ته هم خبر ورکړي چې نوټيفيکيشن يې نه وي ليدلى.