د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف وئيلي دي بلاول بهټو د وړوکي ورور په شان دے، مونږ 16 مياشتو په ګډه کار کړے دے۔

باغي ټي وی رپورټ
په کوئټه کښي ميډيا سره خبرو کښي شهباز شريف اوويل چي مونږ سره صوبه خوشحالي کول دي او اقتصادي او سماجي ستونزي په ګډه حل کول دي، د بلوچستان ترقي لپاره د نوازشريف عملي کوششونه د قوم په مخ کښيښودے شو۔ په داسې حال کې چې د تېر حکومت په څلورو کلونو کې تباهي او بربادي وه.
هغه وويل، چې لشکري رئيساني ته په مسلم ليګ (ن) کې د شاملېدو بلنه ورکړې ده، د هغه يو ځاى کېدل به ګوند پياوړى کړي، سياسي مشران له مسلم ليګ (ن) سره يو ځاى شوي، د بلوچستان د سياسي ګوندونو له مشرانو سره يې ليدلي، ډېر مطمين يم.
شهباز شريف وويل چې سردار اياز صادق او شيخ جعفر مندوخېل به له لشکري رئيساني سره ناست وي او مسلې به هواري کوي، په صوبه کې د بلوڅو، پښتنو، مېشتو قومونو او هزاره ګانو ستر خدمتونه بايد وشي.
ده زياته کړه چې ولس چې څوک وزيراعظم ټاکي نو ملت به يې مني، بلاول بهټو د کشر ورور په شان دى، مونږ ١٦ مياشتې په ګډه کار کړى دى، د ائتلافي حکومت په اړه به په مشاورت سره فيصلې کولې. موږ باید د پوخ سیاست په لور حرکت وکړو، چیغې وهل او ملامتول به هیڅ ونه کړي، سمه خبره دا ده چې موږ ټول په خپلو غیږ کې وګورو، ټول تحلیل کړو چې غلطیانې چیرته شوي دي.
د (ن) لیگ صدر وویل چې مونږ هیواد له دیواله بچ کړو، زمونږ سیاست خراب شو، ریاست بچ شو او سیاست به هم بچ شي.