د اسلام اباد هائي کورټ د مسلم ليګ نون مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف په ضد د عدليه ضد بيانونو په اړه درخواست مسترد کړے دے۔
باغي ټي وی رپورټ
د نواز شریف خلاف د ۲۰۱۸م کال د بیانونو په ضد د توهین عدالت غوښتنه شوې وه.
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق د نواز شريف په ضد د درخواست اورېدنه کړې خو د درخواست کوونکي عدنان اقبال لخوا څوک حاضر نه شو.
د نوازشريف خلاف درخواست د ۲۰۱۸م کال راهيسي اسلام آباد هائي کورټ کښې پراته وو.
د اسلام آباد چيف جسټس عامر فاروق د نوازشريف خلاف درخواست د عدم تعمیل په وجه خارج کړے دے۔