پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پالیسۍ په کچه خبرو اترو کې د سود نرخ نور نه لوړولو موافقه کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ
نن د پاکستان او آئي ایم ایف مشن تر مینځ د خبرو اخري ورځ ده او سرچینې وایي چې د آئي ایم ایف مشن سره د اقتصادي جائزې خبرې کامیابۍ ته نزدې دي.
د ذرائعو ترمخه د آئي ايم ايف مشن او اقتصادي ټيم په ټولو شعبو کښي مذاکرات مکمل کړي دي، د خزاني نگران وزير شمشاد اختر د آئي ايم ايف مشن سره د پاليسۍ په سطح مذاکرات مکمل کړي دي، نن آئي ايم ايف مشن او اقتصادي ټيم د اقتصادي يادداشت مکمل کړي دي۔ او د مالي پالیسیو (MEFP) مسوده احتمال لري چې چمتو شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له اى اېم اېف سره پر دې هوکړه شوې، چې د بانکونو پر منافعو به تر ٥٥ ميليارده روپيو پورې ونډ فال ټیکس ولګوي.
د سرچينو ترمخه دبنکونو په منافعو به ونډ فال ټيکس به د٢٠٢١ؤ اؤ ٢٠٢٢ؤ مالي کالو لپاره لگول کيږي اؤ دبنکونو په منافعو به ونډ فال ټیکس راتلونکې مياشت جمع کيږي.
د خزانې وزارت سرچينې وايي چې په بانکونو د ونډ فال ټېکس لګولو لپاره د فنانس بل کې د ترميم ضرورت نشته خو د وفاقي کابينې منظوري ضروري ده.
د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ د سود د نرخ د نه لوړولو په اړه موافقه شوې ده او امکان لري چې ملاقات وشي.