د کرکټ پخواني لوبغاړي عبدالرزاق د هندۍ اداکارې ایشوریا رای له متنازع بیان وروسته بښنه وغوښته.

0
208

باغي ټي وی رپورټ

عبدالرزاق په دې وروستیو کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د هندي اداکارې ایشوریا رای په اړه جنجالي څرګندونې کړې وې، چې وروسته عبدالرزاق له نیوکو سره مخ شو.

د کرکټ پخواني لوبغاړي عبدالرزاق په خپل ویډیويي بیان کې له هندي اداکارې ایشوریا رای بښنه غوښتې ده.

په ویډیويي وینا کې عبدالرزاق ویلي، چې په خبري کنفرانس کې د کوچنګ او کرکټ په اړه خبرې روانې وې، چې په ترڅ کې یې ژبه پرې شوه.

هغه زیاته کړه چې مثال یې باید بل چا ورکړی وای خو د ایشوریا رای نوم له ژبې وتلی.

Leave a reply